Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستان پوځي رژيم له خوا د خپلواکې خاورې د تسخير هڅه
    سیاسي لیکني

    د پاکستان پوځي رژيم له خوا د خپلواکې خاورې د تسخير هڅه

    عمران آغاعمران آغا2 اپریل 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان پوځي رژیم، چې تل یې د ستراتیژیک ژوروالي او سیمه‌ییز تسلط فکر کړی، له څه وخت راهيسې د ټولنيزو رسنیو د ادرسونو له لارې د افغانستان د خپلواکې خاورې د لاندې کولو خوب په خپل ذهن کې ترسيموي. خو تاریخ، جغرافیه او تر ټولو مهم، د افغانستان د مؤمن او مجاهد ولس اراده د دې خوب د تعبیر په لاره کې د تل لپاره خنډ واقع شوي دي.

    افغانستان داسې یو ملت لري چې د خپلواکۍ لپاره یې تل له هر ډول بهرني تسلط سره مقابله کړې. له انګریزانو سره درې جګړې، د شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو نه ماتېدونکی جهاد او بیا د نړیوال ائتلاف په وړاندې د دوو لسیزو مقاومت، ټول دا ثابتوي چې د افغانستان خاوره د تابع کېدو لپاره نه ده جوړه شوې. پاکستاني پوځ که څه هم په لسګونو کلونو کې پر افغانستان د نفوذ د زیاتولو هڅې کړې، خو هر ځل په مستقیم او یا هم په غير مستقيم ډول له ماتې سره مخ شوی دی.

    د پوځي رژیم ترڅنګ یو شمېر هغه کړۍ او ډلې چې د پاکستان په اشاره د افغان حکومت په وړاندې، په سیاسي ډګر کې هڅې کوي او غواړي د دغه حکومت د تضعیف لپاره کار وکړي، هڅې به یې هر کله له ناکامۍ سره مخ وي، ځکه دوی په افغان ملت کې منفور شوي او یو ځل بیا د افغانستان په وړاندې له داسې دښمن سره یو ځای شوي، چې ټول افغانان نفرت ترې لري او په وړاندې یې په مېړانه درېږي.

    په داسې حال کې چې افغان ولس خپله خاوره د عزت او غیرت سمبول ګڼي، د پاکستان پوځي رژیم د افغان خاورې د نيولو خبره کوي، خو دوی د دې ۴۰ میلیوني ولس د روحیې، مشرانو او ځوانانو د ارادې په اړه غلطه محاسبه کوي. دا هغه ملت دی چې د خپلې خاورې د یوې ټوټې لپاره یې په تاریخ کې زرګونه کورنیو کډوالۍ او قربانۍ منلې دي.

    همدا راز افغانستان چې د هندوکش له غرونو، دښتو او سختو لارو جوړ هېواد دی. دا جغرافیه نه یوازې نظامي یرغلګر ستړي کوي، بلکې د یوه ولس د مقاومت لپاره طبیعي سنګرونه وړاندې کوي. ځکه خو د پاکستاني رژيم پوځي او استخباراتي ماشين چې په سيمه کې تر ټولو پياوړی بلل کېږي، د دې خاورې د مؤمنو پرګنو پر وړاندې بې وسه او له کاره لوېدلی دی.

    له بلې خوا، د پاکستان پوځي رژیم په خپله هم د داخلي بې ثباتۍ، بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند د قومي غورځنګونو، اقتصادي ناورین او سیاسي انزوا سره مخ دی. نو داسې رژیم چې خپل داخلي جوړښت نشي ساتلای، د اوږدمهاله اشغال لپاره به اړینې سیاسي، اقتصادي او نظامي سرچينې له کومه کوي؟

    د پاکستان پوځي رژیم او د افغانستان د خپلواکې خاورې لاندې کول داسې یوه معادله ده چې هېڅ امکان نه لري. دا خبره یوازې یو سیاسي شعار نه، بلکې د تاریخي تجربو، جغرافیايي واقعیتونو، کلتوري هویت او سيمه‌ييزو تشو پر بنسټ ولاړ حقیقت دی. هغه څوک چې د افغان خاورې د نيولو خوب ویني، باید پوه شي چې دوی د داسې خلکو پر وړاندې ولاړ دي چې د خپلې خاورې څخه د دفاع په موخه يې بې شمېره سرونه نذرانه کړي دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد هوا پېژندنې متخصصینو وړاندوینه؛ راتلونکې ورځې هېواد کې د سختو بارانونو اټکل شوی
    راتلونکي مقاله بلوڅ وسله والو تېره میاشت د پاکستاني رژيم د بېلابېلو ادارو ۳۰ تنه هلاک کړي

    مربوطه لیکنې

    په افغانستان کې د پنځم ستون د جوړولو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې

    1 اپریل 2026

    د ایران په وړاندې پټ ګواښونه او د شریرو عناصرو د ایستلو اړتیا

    30 مارچ 2026

    د لندن ناسته؛ د آی‌ایس‌آی استخباراتي پروژه او د افغان‌نما څېرو نوې معامله

    25 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 2 اپریل 2026

    د پوځي رژیم سیاستونو فنلنډ اړ کړی چې پاکستان کې خپل سفارت وتړي

    د فنلنډ بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د خپل ډیپلوماټیک حضور د بیا تنظیم او…

    فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې څه باندې ۲۷میلیونه جریبه څړځای تثبیت شوی

    2 اپریل 2026

    بلوڅ وسله والو تېره میاشت د پاکستاني رژيم د بېلابېلو ادارو ۳۰ تنه هلاک کړي

    2 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پوځي رژیم سیاستونو فنلنډ اړ کړی چې پاکستان کې خپل سفارت وتړي

    2 اپریل 2026

    فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې څه باندې ۲۷میلیونه جریبه څړځای تثبیت شوی

    2 اپریل 2026

    بلوڅ وسله والو تېره میاشت د پاکستاني رژيم د بېلابېلو ادارو ۳۰ تنه هلاک کړي

    2 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،137 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،088 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،160 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.