تحلیل – دوهمه برخه
لیکوال: ذیشان جمیل

د پوځ له خوا د پاکستان د بې ثباته کولو تر شا څه دي؟
د ډیورنډ کرښې ها غاړه په قبایلي سیمو او د پاکستان تر واک لاندې نورو سیمو کې یو شمېر هدفمند بریدونه کېږي، چې تر شا یې د پاکستان نظامي استخبارات(آی‌ایس‌آی) لاس لري، د سرچینو په وینا په ځینو بریدونو کې آی‌ایس‌آی مستقیمه ښکېلتیا هم لري، خو د دې بریدونو په ډېرولو سره غواړي زمینه برابره کړي چې عاصم منیر مارشاله(نظامي حالت) یا په اصطلاح پوځي حکومت اعلان کړي؛ مارشاله د پاکستان په تاریخ کې وړاندې هم تکرار شوې.

د پاکستان د سختې بې ثباتۍ او مارشاله ته د زمینې برابرولو یوه ستره او نږدې نښه تېره اوونۍ ولیدل شوه؛ د پاکستان په لاهور ښار کې د تحریک لبیک ګوند پر لاریون‌والو د پولیسو او پوځیانو له خوا ناتاره ډزې وشوې او وضعیت یې کړکېچن کړ، په دې ډزو کې د دې ګوند (۶۰۰) کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، مشر یې ټپي او د ادارو له خوا تښتول شوی او ادعا شوې چې په زرګونه نور لاریون‌وال توقیف شوي دي. له دې وړاندې د نخبه‌ګانو او مخورو په نښه کول، د پاکستاني طالبانو د په نښه کولو په بهانه پر ملکي خلکو بریدونه او د ډله‌ییز تاوتریخوالي یو شمېر نورې پېښې هم رامنځ ته شوي دي، چې بې ثباتۍ ته یې زمینه برابره کړې.

که څه هم د پاکستان اوسنی وضعیت خپله نا اعلان شوې مارشاله ده، خو آی‌ایس‌آی غواړي رسماً یې اعلان ته زمینه برابره کړي. د مارشاله په اعلان سره به پوځ کودتا وکړي، اوسنی ملکي حکومت چې د افغانستان او سیمې سره ښې اړیکې غواړي، له منځه یوسي او نورې هغه معاملې چې خاصه شریره پوځي کړۍ یې په پلان کې لري، تطبیق کړي، چې له جملې یې په سیمه کې د چین، ایران او روسیې د ګواښلو او څار لپاره امریکا ته د نظامي اډو ورکول، د افغانستان او سیمې د ګواښلو لپاره د داعش ډلې تقویت، د اسرائیل په رسمیت پېژندنه او په سیمه کې د کشمکشونو رامنځ ته کول یادولی شو.

د کره سرچینو د اطلاعاتو پر بنسټ، عاصم منیر خپل یو نږدې جنرال اردن ته لېږلی، تر څو د اسرائیل له استخباراتو «موساد» سره مذاکرات وکړي او د یو پلان له مخې عاصم منیر واک ته ورسوي، وروسته اسرائیل په رسمیت وپېژني او په سیمه کې د صهیونیستي رژیم شومې موخې تحقق ته ورسېږي. د مذاکراتو د پرمختګ او وفادارۍ د ښودلو لپاره په لاهور ښار کې د فلسطین په ملاتړ د تحریک لبیک ګوند د سلګونه غړو وژل یو ښکاره سیګنال و.

پاکستان خپل پوځ له ګاونډیانو لکه هند، ایران او اوس افغانستان سره په «نه پای لرونکو جګړو» عادت کړې، ځکه دا یوازینۍ لاره ده چې د دې هېواد د دفاعي بودیجې لپاره د خلکو پر اوږو د درنو مالیاتو او سترو لګښتونو توجېه برابره کړي. پاکستان بنسټیزو جوړښتي او ایډیولوژیکو بیاکتنو ته اړتیا لري. د پاکستان پوځ د بې‌ثباتۍ سرچینه ګرځېدلې او په سیمه کې د انسان په لاس جوړې شوې بلا په څېر عمل کوي.

پر فرضي کرښه د جګړې او نښتو د زیاتولو او دوامدره کولو پلان هم د پوځ د یوې ځانګړې کړۍ کار دی، دوی غواړي د دې جګړې په توسط پاکستان بې ثباته وښيي، شومو موخو ته ورسېږي او سیاسي اغراض پوره کړي، له همدې کبله یې د مذاکراتو او سولې په ځای جګړه انتخاب وي.

د پاکستان تېري او د افغانستان دفاع ته غبرګونونه:
د اکټوبر پر ۹مه، کله چې پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړ او برید یې وکړ، د افغان حکومت یو شمېر مخالفین چې په واقعیت کې د افغانستان دایمي او حقیقي دښمنان دي، مختلف غبرګونونه یې وښودل، د پاکستان د برید او تېري عامل یې افغان حکومت وباله او د دې په ځای چې د پاکستان برید وغندي او له انتقامي عملیاتو ملاتړ وکړي، د پاکستان طرف یې ونیو او د دښمنۍ په هغه شعارونو یې پښه کېښوده چې لسیزې یې د دغه هېواد په ضد بدرګه کول.

د دوی له ډلې یې د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو خپله اصلي څېره روښانه کړه؛ شیوای شرق وویل چې افغان نه دی او له پاکستان سره هیڅ ډول ستونزه نه لري. د مقاومت جبهې غړي ضیاء مسعود وویل، پر افغانستان بمبارد د پاکستان مشروع حق دی، ملامتي د افغانستان ده. په دې ډله کې مقاومت شوری هم د پاکستان په ګټه غبرګون ښودلی و، نه تنها مقاومت شوری، بلکې په سپټمبر میاشت کې د اسلام‌آباد د غونډې هغو ګډونوالو چې هېواد، ضمیر او وجدان یې په دیارلس زره کلدارو او یوه جوړه جامو پلورلی و، د پاکستان – افغانستان په جګړه کې د پاکستان پلوي وکړه او د پاکستان تېري ته یې د مشروعیت دلایل تراشل. دوی چې په ډېرو لږ پیسو پیرل شوي وو، د ملي ګټو په وړاندې یې دریځ ونیو او د پاکستان ملاتړ یې وکړ. د دوی دې کړنې له پاکستان سره د دوی د دښمنۍ، د دوه لسیزو دعوې دروغ ثابتې کړې.

خو بل خوا بیا اصیلو افغانانو، هغوی چې اسلامي او ملي ګټو ته ژمنتیا لري، د پاکستان برید یې په سختو الفاظو محکوم او انتقامي عملیات یې مشروع حق وباله او د افغان دفاعي ځواکونو پراخ ملاتړ یې وکړ. د پاکستان په وړاندې انتقامي عملیات د افغانانو د اتحاد او له اوسني افغان حکومت د ملاتړ داسې نکته وګرځېدل، چې ښايي په ډېر څه داسې اتحاد او یووالی نه وای رامنځ ته شوی. هر کله چې افغانان د خپلو اذلي دښمنانو په وړاندې داسې اتحاد ته رسېدلي، بیا یې دښمن هم روغه ورځ نه ده لیدلې.

زرګونه افغانان د هېواد د دفاع او افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه په مختلفو ښارونو کې واټونو ته راووتل، افغان ځواکونو ته یې ګلان ور په غاړه کړل، د هر راز ملاتړ ډاډ یې ورکړ، په جم او جوش یې پاکستان ته د دغه تاریخي او غاښ ماتوونکي ځواب ورکول وستایل او دا یې یوه تاریخي کارنامه ونومول. دوی ته څرګنده شوه چې واقعي افغانان څوک دي او څوک په واقعي توګه اسلامي او ملي ګټو ته ژمن دي!؟

احتمالي پېښې:
۱. افغان او پاکستانی لوری به د مذاکراتو له لارې داسې هوکړو ته رسېږي، چې د افغانستان د ارضي تمامیت له مسئلې پیل، تر نورو امنیتي مسایلو، کډوالو، تجارتي اړیکو او نورو مسایلو پورې پکې اتفاقي حل ته رسېدلي وي او طرفین د هوکړو تطبیق ته ژمن پاتې شي.
۲. که پاکستان ستونزې د خبرو – اترو له لارې حل نه کړي، د اوربند هوکړې ته ژمن نه وي او بیا هم د تېري او نښتو لاره انتخاب کړي، نو له افغان لوري به مستقیم غبرګونونه پر کرښه او غیر مستقیم غبرګونونه به د دغه هېواد په ځینو ښارونو/ سیمو کې څرګند شي، چې ممکنه ده افغان حکومت هم په پاکستان کې دننه یو شمېر داسې اهداف په نښه کړي، چې له وړاندې یې له پاکستان څخه غوښتنه کړې، لکه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش ډلې مرکزونه او نور.
۳. د پاکستان دننه به د دغه بې ثباته کوونکو اقداماتو په وړاندې سیاسي ډلې او ګوندونه قیام وکړي، نظامي ډلې به له موقع په استفاده په بریدونو کې شدت راولي، د پوځ دننه د یوې خاصې شریرې کړۍ د له منځه وړلو هڅې به وکړي او د وسلوالې جګړې، لاریونونو او سیاسي فشارونو له لارې به مداخله او د پوځ مخنیوی وکړي.
۴. په کامله توګه د پاکستان له منځه تلل یو داسې احتمالي پېښه کېدلی شي، چې ګڼ شمېر اقداماتو او لوړو خطراتو منلو ته اړتیا لري؛ مګر له وخت مخکې یې پېشبیني کول مبالغه ده.

پایله او خلاصه:
د پورته تحلیل له مخې څرګنده شوه چې پر افغان خاوره د پاکستان هوايي او زمیني بریدونه یوازې یوه نظامي تېروتنه نه وه، بلکې د یو ناکام سیاسي او ستراتېژیک پلان برخه وو. د پاکستاني پوځ شریرې کړۍ غوښتل په دغه برید سره څو اهداف ترلاسه کړي، دوی غوښتل کورني فشارونه پرې کم شي، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ شتون ثابت کړي، د افغانستان ارضي تمامیت نقض کړي او د کابل د ډیپلوماسۍ لوری بدل کړي، خو په عملي ډګر کې دا ټول اهداف شنډ شول. د تحریک طالبان پاکستان مشر ژوندی دی او په خیبر پښتونخوا کې را څرګند شو، د افغان ځواکونو ژر او منظم ځواب او د پاکستان دننه د بریدونو زیاتوالي دا وښودله چې د پاکستان پوځ او استخبارات د وضعیت په دقیق تحلیل کې ناکام دي او دغسې نا سنجیده اقدامات هیڅکله پر پوځ فشار نشي کمولی.

افغانستان دا ځل د دفاع په ډګر کې یو نوی پیغام ورکړ؛ افغان حکومت وښودل چې دا خاوره بې‌کسه نه ده او د هر برید په مقابل کې مشروع او هوښیار غبرګون ښيي. د افغان ځواکونو همغږو بریدونو، د خلکو ملاتړ او په ټوله‌ییزه توګه د ارضي تمامیت د ساتنې ارادې څرګنده کړه چې افغانان د تېرو لسیزو له قربانیو وروسته اوس د خپل ځان د دفاع بشپړ ظرفیت لري. انتقامي عملیات نه یوازې نظامي بری و، بلکې سیاسي او رواني اغېز یې هم درلوده، ځکه یې د افغان ملت یووالی او پر حکومت اعتماد لا پسې زیات کړ.

له بل پلوه، د پاکستان له خوا د ملکي اهدافو بمبارد او د ښځو، ماشومانو او خبریالانو وژل له بشري حقونو ښکاره سرغړونه وه. دا کړنې د نړۍوالو بنسټونو د اعلامیو تر کچې محدود پاتې شول، خو د دې پېښې جدي څېړنه او د عاملینو محاکمه باید د نړۍوالو سازمانونو یوه حتمي غوښتنه وګرځي. همدا راز دې پېښې یو ځل بیا وښودله چې د پاکستاني پوځ دننه هغه شریره کړۍ لا هم فعاله ده، چې د خپل ولس، ګاونډیو او حتی د سیمې د ثبات په وړاندې منظم کار کوي.

افغانستان نن د متوازن سیاست، متقابل احترام او خپلواک تصمیم په لور روان دی او دا بهیر باید دوام وکړي. د زور، تبلیغاتو او نظامي فشارونو وخت پای ته رسېدلی؛ اوس د واقعي ډیپلوماسۍ، خبرو او تفاهم وخت دی. که پاکستان غواړي له ژور بحران څخه ووځي، باید د جګړې پر ځای د تفاهم لاره خپله کړي، د افغانستان د ارضي تمامیت احترام وکړي او د ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې جوړې کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version