Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د پاکستان پوځ پخوانی افسر او څيړنيز خبريال عادل راجا: طالبان په امريکايي بنديانو خپل خلک راخلاصوي؛ خو د پاکستان پوځ کرايي جنرالان بيا خپل هېوادوال په امريکا پلوري
    سیمه

    د پاکستان پوځ پخوانی افسر او څيړنيز خبريال عادل راجا: طالبان په امريکايي بنديانو خپل خلک راخلاصوي؛ خو د پاکستان پوځ کرايي جنرالان بيا خپل هېوادوال په امريکا پلوري

    صابر افغانصابر افغان29 سپتمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني پوځ پخواني افسر او اوسني څيړنيز خبريال عادل راجا چې دا مهال په لندن کې اوسېږي د افغان حکومت له لوري د امريکايي وګړي امير‌ اميري خوشې کولو ته په اشارې ويلي، چې «طالبان» د امريکايي بندیانو د خلاصون په بدل کې له امريکا څخه خپل بندیان غواړي؛ خو پاکستاني پوځ پرې خپل خلک خرڅوي.

    نوموړي ويلي «زموږ د کرايي پوځ جنرالان خپل هېوادوال د ډالرو په بدل کې په امريکا پلوري او هغه ډالر خپلو جېبونو ته اچوي.»

    هغه ويلي، وروستي راپورونه ښيي، چې افغان حکومت د امیر امیري په نوم يو بندي خوشې کړی او په بدل کې يې له امريکا څخه ګوانتانامو کې د افغان بندي «محمد رحيم» غوښتنه کړې ده، چې په راتلونکو ورځو کې به ورته وسپارل شي.

    عادل راجا د پاکستان په حکومت توندې نيوکې کړي او د پېغور په شکل یې ليکلي، چې د پاکستان پوځ جنرالانو بې‌ګناه وګړي لکه «عافیه صدیقي» او «سیف الله» په امريکا پلورلي او د ملت شتمنۍ او خلک په ارزانه بیه خرڅوي.

    هغه په پای کې پوښتنه کړې ده، «نو اوس تاسو خپله پرېکړه وکړئ، د خپل هېواد سره څوک ډېر مخلص دي؟ د افغانستان طالبان که د پاکستان لالچي جنرالان او افسران؟.»

    ياده دې وي، چې افغان حکومت پرون ورځ افغانستان کې بندي امريکايي تبعه‌ امير‌ اميري خوشې کړ او اوس سرچينې وايي، ټاکل شوې چې په بدل کې به یې په ګوانتانامو کې وروستی افغان بندي محمد رحيم ډېر ژر خوشې او افغانستان ته راستون شي.

    محمد رحيم چې په ګوانتانامو کې وروستی افغان بندي دی، د امريکا استخباراتي ادارې «سي‌ای‌اې» یې خوشې کول د ځان لپاره سره کرښه ګڼلې وه؛ خو اوس ښکاري چې دا سره کرښه هم په ماتېدو ده.

    مخکینۍ مقالهایران؛ بهمن چوبي صهیونیستي رژیم ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
    راتلونکي مقاله د افغانستان د بې ثباتۍ په هدف د پاکستان شوم او ناکام پلان

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    2 دسمبر 2025

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 2 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو نن ورځ غرمه مهال، د يوه هدفي…

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو په يوه هدفي برید کې د پاکستان پوځي رژيم دوه سرحدي عسکر نيولي

    2 دسمبر 2025

    د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.