Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل
    تورې څېرې

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    صابر افغانصابر افغان23 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یوې بهرنۍ مطبوعاتي فعالې جورجینا سنشاین د پرځيدلي جمهوریت د ځانګړو ځواکونو د قوماندان فرید احمدي په حواله ویلي، چې په امریکا کې مېشتو د پرځېدلي جمهوریت څو جنرالانو د امریکا حکومت او په ځانګړې توګه د دوی مرکزي قوماندانۍ ته وړاندیز کړی، چې له ایران سره د احتمالي جګړې په صورت کې چمتو دي چې ټیمونه یې له امریکایانو سره اوږه په اوږه ودروي او د دوی په خوښه جګړه وکړي. نوموړې فعالې د یادو جنرالانو نومونه افشاء کړې وو، چې یاد جنرالان سمیع سادات، خوشحال سادات او هبت الله علیزی نومېږي او اوس مهال په امریکا کې مېشت دي.

    د یاد خبر له خپرېدو ډیر وروسته سمیع سادات د دې لپاره چې د جبهې په وړاندې یې غبرګونونه ډیر نشي، دا خبر ظاهراً رد کړ، خو فرید احمدي لا هم خپله خبره بیرته نه ده اخیستې. ډېریو هغو داخلي جنرالانو او نورو نظامیانو چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) او دفاع وزارت (پنټاګون) تر مستقیمې قوماندې لاندې یې په افغانستان کې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره جګړه کوله، د امریکا په لاس د جوړ شوي جمهوریت له پرځېدو وروسته یې له افغانستانه پښې سپکې او په امریکايي، فرانسوي، جرمني او برېټانوي الوتکو کې له دغه هېواده تېښته وکړه.

    امریکا او نورو غربي هېوادونو هغه صفري او ځانګړي قطعات هم له ځانه سره وایستل چې دلته یې د دوی لپاره د کرايي جنګیالیو په توګه جګړه کوله، خپل خلک یې وژل، بندیانول او ظلمونه یې کول، ترڅو د هغوی ګټې خوندي کړي. امریکا د نورو دلایلو ترڅنګ دوی د دې لپاره هم وایستل چې په نورو هېوادونو او نورو جګړو کې به یې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره وکاروي. دوی په افغانستان کې د ننه ستر جنایتونه کړي وو، خپل خلک یې په ناتار وژلي وو او ډول ډول ظلمونه یې ورسره کړي وو، دوی په افغانستان کې د ننه په پراخه کچه رټل شوي او خلکو ترې بېزاري اعلان کړې ده.

    لازمه خو دا وه چې دغو کسانو په اصطلاح جنرالانو چې دا رتبې هم ورته د خپل ولس پر وړاندې د جګړې او ظلمونو په بدل کې امریکايي او نورو تېريګرو ځواکونو ورکړې وې، د خپلو تېرو کړو وړو، جنایتونو، ظلمونو او د پردیو ګټو د خوندیتوب په لاره کې غلامیو او بزدلیو له کبله له ځانونو سره حساب کړی وای، خپل وجدان یې پوښتلی وای او بیا یې له دغه ناوړه کاره توبه ایستلې وای، خو له بده مرغه دغو کسانو له هغه وخت څخه هېڅ عبرت وانه خیست، بلکې برعکس یې پر خپل وجدان، ایمان او د پلرونو او نیکونو پر تاریخ پښه کېښوده او دې سترې غلامۍ او بې ننګۍ ته یې بیا راودانګل.

    دا کسان اوس له افغانستانه رټل شوي، دوی نه خپل وطن، نه خپل ولس، نه خپل دین، نه خپل ایمان او نه هم خپل وجدان او تاریخ ته هېڅ ډول ژمنتیا لري، دا ټول ارزښتونه یې لا له وړاندې پلورلي او ترپښو لاندې کړي، د دوی لومړنۍ او وروستۍ هیله او موخه د خپل بادار خوشحالول او د خپلو جېبونو ډکول وو او ده، ډېرو خو یې لا په دې لاره کې سرونه هم بایلل او د بې عزتۍ په مرګونو مړه شول، پاتې ژوندیو یې هم ترې عبرت وانه خیست او د هغوی لارې ته دوام ورکوي.

    دوی که اوس د ایران پر ضد جګړې ته درومي او یا هم په بل هرځای کې د امریکا ظالمانه او وحشیانه جګړو ته ور درومي او ځانونه د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره له ګواښ سره مخ کوي، دوی په هېڅ ډول د افغانستان او افغانانو استازیتوب نه شي کولی، بلکې غلامۍ د دوی سترګې دومره ړندې کړې وې چې لومړی یې پر خپل ولس او خلکو شروع وکړه او تر تیغ یې تېر کړل، نو دوی اوس هرې لوبې ته چمتو دي او د بادار د خوشالۍ او د جېب ډکولو لپاره هره نامشروع کړنه مني.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی
    راتلونکي مقاله د ايران د مذهبي مشر خامنه ای سلاکار: لوبه لا هم پای ته نه ده رسېدلې، موږ سياسي اراده لرو

    مربوطه لیکنې

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    د ایراني پوځ له خوا د امریکا پر پوځي هډو د ځوابي بریدونو په لړ…

    د ایران سپاه پاسداران: د برید وکړه او وتښته زمانه پای‌ته رسېدلې، که امریکا بیا ځلې تېروتنه وکړي پوځي حضور به یې د سیمې له نقشې ورک شي

    23 جون 2025

    د ايران د مذهبي مشر خامنه ای سلاکار: لوبه لا هم پای ته نه ده رسېدلې، موږ سياسي اراده لرو

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025

    د ایران سپاه پاسداران: د برید وکړه او وتښته زمانه پای‌ته رسېدلې، که امریکا بیا ځلې تېروتنه وکړي پوځي حضور به یې د سیمې له نقشې ورک شي

    23 جون 2025

    د ايران د مذهبي مشر خامنه ای سلاکار: لوبه لا هم پای ته نه ده رسېدلې، موږ سياسي اراده لرو

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.