د افغانستان برښنا شرکت وایي، د اقتصادي کمېسیون له لوري د نږدې ۳۶۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د پروان ولایت باریکاب صنعتي پارک کې د «۲۲۰/۲۰» کیلوولټ سب‌سټېشن جوړولو پروژه، رسماً تائيد او منظوره شوه.

سرچینه زیاتوي، چې د دې سترې پروژې تخنيکي اسناد لا له وړاندې د افغانستان برښنا شرکت برنامو رياست له لوري ترتيب شوي وو.‏

ددې پروژې اړوند سب‌سټېشن کې د ١٢٦ مېګاولټ امپير په ظرفيت دوه ټرانسفارمرونه (هر یو د ٦٣ مېګاولټ امپیره په ظرفیت)، ۱۲ خروجي فيډرونه او «لين بې» جوړول شامل دي.

ټاکل شوې ده، چې د باريکاب سبسټېشن پروژې چارې له تړون وروسته؛ نږدې ۱۸ کاري مياشتو کې بشپړې شي.‏

د دې پروژې له بشپړېدو سره به نه يوازې د پروان ولايت صنعتي پارک ته، بلکې ګڼو هستوګنيزو کورونو، سوداګريزو مرکزونو، روغتيايي ادارو او نورو اړونده برخو ته دوامداره برښنا برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version