د ټولګټو چارو وزير، ملا محمد عیسی ثاني د يو شمېر مسئولينو په ملتيا د کابل-جلالاباد دویم لین سړک له چارو لیدنه کړې.
د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د یادې پروژې ۳۲ کیلومتره برخه چې کابل لخوا جوړيږي، د کټنګ، پرکارۍ، استنادي دیوالونو او پلونو رغونې چارې یې په چټکۍ روانې دي.
ښاغلي ثاني د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنه کړې، چې د کاري ټیمونو شمېر زیات کړي، اضافي ماشینري ساحې ته ولېږي او که هوا مساعده وي د ژمي په جریان کې هم د کټنګ او پرکارۍ چارې پرمخ یوسي.
