په داسې حال کې چې پاکستان تازه د افغانستان هوايي حريم نقض کړی او او پکتيکا کې یې بې‌ګناه وګړي بمبارد کړي د پرځول شوي جمهوريت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستيال عبدالمنان شيوای شرق وايي، چې دی افغان نه دی او په خبره یې له پاکستان سره هېڅ ډول ستونزه نه لري.

د پرځول شوي جمهوريت دې لوړ پوړي چارواکي ويلي، چې دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښه د نړيوالې قانوني او رسمي پولې په توګه مني.

هغه همدا راز په پوره سپين سترګۍ غوښتنه کړې چې پاکستان دې پر افغانستان د الوتکو په وسيله په دقت سره نور بمبارد هم وکړي.

شيوای شرق دغه راز د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ ننګه کړې او په خبره یې، هيله مندی دی چې پوځ به يو ستراتیژیک اقدام ترسره کوي.

د پرځول شوي جمهوريت د کلتور او رسنيو برخې دې چارواکي د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خوا پښتنو ته د «فاشيستانو» کلمه کارولې ده.

هغه متحد، یو موټی او ډیموکرات پاکستان د سیمې د راتلونکي سیاسي ثبات او دوی سره د دوستۍ لپاره مهم بللی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شخړه کې شيوا شرق لومړنی جمهوري چارواکی نه دی؛ بلکې تر ده وړاندې د پرځول شوي جمهوريت ګڼو مشرانو چې اوس د مقاومت تر نومونو لاندې په جبهو کې راټول شوي د پاکستان ملاتړ کړی او پر افغانستان تېري ته یې خوښي څرګنده کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version