د پرځول شوي جمهوريت پر مهال د چارو ادارې رييس فضل محمود فضلي، باګرام ته د امريکا د بيا راتګ په شايعاتو او اوازو د مخالفو ډلو ټپلو او جبهو خوښي څرګندولو ته په اشارې ليکلي، چې بهرنيان د افغانستان د هېڅ سياسي او نظامي ستونزې حل نه دي او په خبره یې ستونزې لا پسې زياتوي.

هغه ليکلي:«د اتیا‌يمو او نویمو کلونو د جنګسالارانو دوهم نسل بګرام ته د امریکا د بیا رابللو پلمه غواړي؛ خو بهرنیان نه یوازې زموږ د هېڅ سیاسي او نظامي ستونزې حل نه دي، بلکې زموږ ستونزې لا پسې زیاتوي.»

ياده دې وي، چې په تېرو څو ورځو کې بګرام ته د امريکا د راتګ ګڼ شايعات او اوازې خپرې شوې او له دې سره سم مقاومت جبهې او نورو ګڼو مخالفو ډلو ټپلو ته منسوب اشخاصو د بهرنيانو د راتګ ډنډوره بدرګه‌ او خوښي يې څرګنده کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version