
د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د چارو ادارې رييس فضل محمود فضلي، د پاکستان له لوري د روانې مياشتې په پای کې د افغان حکومت د مخالفينو او پخوانيو سياسيونو غونډې جوړولو ته په اشارې ويلي، چې واشنګټن ته د عاصم منیر دوه پرلهپسې وروستي سفرونه د نوو نیابتي ستراتېژیکو بمونو د بازار موندنې په موخه ترسره شول.
نوموړي همدا راز د افغان حکومت مخالفین او پخواني سياسيون د پاکستان سوداګريز مواد بللي دي او په خبره یې اسلام اباد يې د توليد چارې په غاړه لري.
فضلي زياته کړې: «اوس د دغه بازار لپاره د سوداګریزو موادو د تولید بهیر پیل شوی دی او د همدې میاشتې په پای کې به د دغو توکو لومړنی نندارتون په اسلاماباد کې پرانیستل شي.»
ياده دې وي، چې د پاکستان له لوري د افغان حکومت مخالفینو او پخوانيو سياسيونو غونډې جوړولو ته تر دې مهاله ګڼ غبرګونونه ښودل شوي او ياد خلک یې د بهرنيو استخباراتي ادارو د لاس الې بللې دي.