Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي: د جمهوريت لوړپوړو چارواکو له عزيزي بانک لسګونه ميليونه ډالر باج اخيسته او له همدې امله عزيزي هغه وخت پانګونې ته زړه نه ښه کاوه
    افغانستان

    د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي: د جمهوريت لوړپوړو چارواکو له عزيزي بانک لسګونه ميليونه ډالر باج اخيسته او له همدې امله عزيزي هغه وخت پانګونې ته زړه نه ښه کاوه

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د ميرويس عزيزي ګروپ له لوري افغانستان کې وروستۍ پانګونې ته په اشارې او دا چې ولې عزیزي پخوا دومره پانګونه نه کوله او اوس یې کوي له يوه حقيقت پرده پورته کړې.

    نوموړی وايي، د ۲۰۱۹ کال په حوت میاشت کې د یوې مشهورې رسنۍ لخوا پر عزیزي بانک یو داسې راپور جوړېده او داسې موارد په کې ذکر کېدل، چې که خپور شوی وای عزیزي بانک به هم مهاله سقوط کېده، په سوونو میلیونه ډالر به یې تاوان کاوه او په هېواد کې به یو لوی اقتصادي بحران رامنځته کېده.

    رحيمي زياتوي، چې د دې قضيې د څېړلو او راپور د مخنيوي په موخه د ده په ګډون يو درې کسيز پلاوي په کار پيل وکړ او په خبره یې په لنډ وخت کې داسې معلومات ترلاسه شول چې د ټولو د حيرانتيا وړ و.

    نوموړي د لوړ پوړي چارواکي په نوم اخيستو د اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح ته په اشارې ليکلي، چې له عزيزي بانک یې د ياد راپور د نه خپرېدو په موخه لس میلیونه ډالره باج اخيسته او زياته کړې یې ده:«د باور وړ نه وه، خو حقیقت وه، د ولسمشر امضاء په فریب اخیستل شوې وه او د دولت په کچه په دې موضوع کې داسې یو چا لاس درلود، چې هیڅ چا د دې ګمان نه کاوه، چې دا کار دې د ده لخوا تر سره کېږي. دا دولتي لوړ پوړی شخص په یوازې توګه او ور سره د یادې رسنۍ دوه مشران په ټیټه کچه په دې موضوع کې شریک وو. څه چې ښکاره شول، هغه دا وو چې عزیزي بانک له کلونو تر فشار لاندې و، یوازې په همدې موضوع کې ترې لس میلیونه ډالر اخیستل کېدل.»

    نصرت رحيمي همدا راز ويلي، چې د قضیې ټول اسناد په تحریری او غږیز ډول اوس هم له ده سره موجود دي.

    نوموړي همدا راز ويلي، چې میرویس عزیزي هغه وخت د همدې باج اخيستنو او پراخ فساد له امله لویو پروژو ته زړه نه ښه کاوه.

    مخکینۍ مقالهله پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې او اکټیډ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
    راتلونکي مقاله د ایران ملي امنیت د شوری دفاع په نوم د یوه نوي بنسټ د جوړېدو طرحه تائید کړه

    مربوطه لیکنې

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت: اروپايي ټولنه د ایران پر ضد د بندیزونو له کمپاین سره یوځای شوې

    4 سپتمبر 2026

    امنیتي ځواکونو خوست کې د خپلې مېرمنې او شپږ میاشتنۍ ماشومې قاتل نیولی

    3 سپتمبر 2026

    په نهو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړل شوی

    3 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 5 سپتمبر 2026

    د ایران پر ضد جګړه کې د امریکایانو د ښکېلتیا په اړه د ایران خبرداری

    تسنیم خبري اژانس ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له…

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    5 سپتمبر 2026

    امريکا له غزې څخه د فلسطیني وګړو د جبري اېستلو‌ اړوند د اسرائیلو وړانديز رد کړی

    5 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران پر ضد جګړه کې د امریکایانو د ښکېلتیا په اړه د ایران خبرداری

    5 سپتمبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    5 سپتمبر 2026

    امريکا له غزې څخه د فلسطیني وګړو د جبري اېستلو‌ اړوند د اسرائیلو وړانديز رد کړی

    5 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.