پرځېدلی جمهوریت لکه څنګه چې د جګړې په ډګر کې پڅ و، په سیاسي برخه کې هم له بحراني حالت سره مخ و، د دغه رژیم ویاندویانو او چارواکو به همېشه د رسنیو پر مخ د پاکستان په ضد دریځ څرګنداوه، خو د پردې تر شا یې بیا معاملې روانې وې.
د پرځېدلي جمهوریت پر مهال، په ۱۲۰۵م کال کې د پاکستان د آی ایس آی، د هماغه وخت رئیس رضوان اختر کابل ته سفر درلود، ملي امنیت ریاست له دغه سفر یوه ورځ وړاندې د پاکستان سفارت یو تن باغوان آی ایس آی ته د جاسوسۍ او په کنړ، نورستان او ننګرهار کې داعش ته د پیسو د ورکړې په جرم له ثبوتونو او پیسو سره یو ځای نیولی و؛ ملي امنیت ریاست یاد باغوان له څو میاشتو تعقیب کړی و، خو له نیولو وروسته یې د امنیت شورا د هماغه وخت مشاور حنیف اتمر، د ملي امنیت له رئیس رحمت الله نبیل څخه غوښتنه کړې وه، چې باغوان خوشې کړي.
رحمت الله نبیل بیا هم باغوان خوشې نه کړ؛ اتمر، اشرف غني ته ویلي، چې نبیل یاد باغوان بې ګناه نیولی دی، نبیل د هند طرف نیولی، غواړي زموږ او پاکستان اړیکې خرابې کړي. اشرف غني رحمت الله نبیل خپل کور ته ور غوښتی او ورته یې ویلي، د آی ایس آی رئیس خبر ورکړی، تر څو چې یاد باغوان خوشې نشي، تر هغو سفر نه کوي. له دې سره یې نبیل ته د ملي ګټو(!) له امله د باغوان د خوشې کولو امر کړی او هغه خوشې شوی دی.
د ټولنیزو رسنیو یو فعال او د پرځېدلي جمهوریت د ملي امنیت ریاست یو کارمند دغه موضوع په ټولنیزو رسنیو کې مطرح کړل او له دغه پېښې سره د نبیل نا خوښه چلند یې د هغه د منزوي کېدو او استعفا د وړاندې کولو لامل وباله. د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم دغه پېښه په یوه انلاین سپېس کې تائید او زیاته کړه، چې دا یې ډېره وړه بېلګه وه، بلکې دې ته ورته نورې ډېرې پېښې هم شوې دي.
رحمت الله نبیل همدا راز ویلي، چې د ایم ټي این کمپنۍ یو تن کارمند هم اووه سوه زره مکالمې د جاسوسۍ په هدف ثبت کړې وې، له تثبیت وروسته ونیول شو، خو له هماغه کارمند سره هم د باغوان په ډول پېښه وشوه او خوشې شو.
پرځېدلی جمهوریت، په ځانګړې توګه اشرف غني له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو په نوم له ټولو ملي ګټو تېرېده او د دې تر څنګ چې افغانستان د امریکا په شمول د ناټو تر نظامي اشغال لاندې و، اشرف غني پر پاکستان له ګڼو تورنو پورې کولو برسېره دغه هېواد ته یوه نږدې څهره وه.
د پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړل، چې اشرف غني اسلام اباد ته پټ سفرونه کړي، تر څو له پاکستاني چارواکو سره خپلې خرابې شوې اړیکې بیا ځلې ورغوي. په راپور کې د پاکستاني چارواکو په حواله راغلي وو، چې له اشرف غني سره معامله ډېره اسانه ده.
له هېوادونو او استخباراتي سازمانونو سره د پرځېدلي جمهوریت هرې معاملې، افغانستان د ګړنګ غاړې ته وړی و، یو خوا د اشغالګرو او داخلي غلامانو لخوا د افغان مؤمن او مجاهد ولس په وړاندې نا برابره جګړه روانه وه او بل خوا بیا اجیرو چارواکو د هرې اسلامي او ملي مسئلې پر سر سودا کول، چې دغه ټولو کړنو یې افغانستان د بهرانونو طوفاني څپې ته داخل کړ.
د جمهوریت پڅ سیاست دوه لسیزې نړۍوالو جاسوسانو ته اجازه ورکړې وه، تر څو په افغانستان کې هره دسیسه تطبیق او تقویه کړي؛ له پورتنۍ پېښې بله مهمه نقطه د پاکستان سفارت په توسط، په افغانستان کې د ساعین بالفساد(داعش) ملاتړ دی، دغه بېرونۍ دسیسه چې له پخوا د پاکستان او څو نورو هېوادونو لخوا حمایت کېږي، هر کله د افغانستان د نا امنه کولو لپاره استفاده شوې ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.