د پنجشېر امنيه قومانداني وايي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې د دغه ولايت له مرکز بازارک او له اووه ولسواليو څخه ٨٠ روږدي کسان راټول کړي او د نشه يي توکو د روږدو د درملنې ٣٠ بستريز روغتون ته يې د درملنې په موخه لېږدولي دي.

د پنجشير د امنيه قوماندانۍ وياند عابدالله عقاب فاروقي وايي چې دغه کسان په نشه يي توکو د روږدو کسانو د زياتوالي، د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو د مخنيوي، د جرمونو د کمښت او تر ټولو مهم د بېرته رغېدو او جوړېدو په موخه راټول شوي او روغتيايي مرکز ته سپارل شوي.

ښاغلی فاروقي ټينګار کوي چې پوليس هڅه کوي د پنجشير ولايت په نشه يي توکو ټول روږدي کسان راټول او له درملنې وروسته یې خپلو کورنيو ته په خوندي توګه وروسپاري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version