د پنجشېر ولایت مقام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت پریان ولسوالۍ له پنځو نویو ساحو د زمرودو د استخراج لړۍ پیل شوه.
د معلوماتو لهمخې، په دغو کانونو کې ۱۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغه ولایت تخنیکي او تخصصي ټيمونو د پریان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۲۵۰ زیات د زمرودو نوي کانونه تثبیت کړي دي.
همداراز ویل شوي، چې په ټول ولایت کې له ۱۷۰۰ تثبیت شویو کانونو څخه تر ۷۰۰ ډېر د فعالیت رسمي جوازونه ترلاسه کړي او د جوازونو ورکولو لړۍ لا هم دوام لري.