د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، د دغه ولايت د لوړو زده کړو موسسې چې په ۱۲ جريبه ځمکه کې فعاليت درلوده اوس پوهنتون ته ارتقا وکړه، چې په سل جریبه ځمکه کې به معياري فعاليتونه پيل کړي.
د معلوماتو له مخې پنجشېر پوهنتون دا مهال څلور پوهنځي شرعیات، ښوونه او روزنه جیولوژي او معدن لري او هڅه کېږي نويو پوهنځیو ته د فعالیت زمینه برابره شي.
پر دې سربېره پنجشېر پوهنتون کې د ۱۰۰۰ تنو زده کړيالانو لپاره د ۹۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ليليې ودانۍ او د ۱۵۰۰ تنه زده کړیالانو لپاره د مسجد د ودانۍ جوړولو چارې هم د پيل کېدو په حال کې دي.
ياده دې وي، چې پنجشېر د لوړو زده کړې موسسې ته په پرځېدلي جمهوريت کې هېڅ راز پاملرنه نه وه شوې.