د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، د دې ولايت د پوهنې ریاست اړوند د بېلابېلو ښوونځیو نږدې ۳۰ تنه زدهکوونکو د دوو کلونو هڅو وروسته په خپل لاس جوړ شوي برښنايي او تخنیکي وسایل د دې ولایت د والي حافظ محمد اغا حکیم په حضور کې نندارې ته وړاندې کړي.
په نندارتون کې د لمریزې برښنا پر مټ موټر، د اوبو پورته کولو پمپونه، د اور د تولید دستګاه، جیټ الوتکه، میزایل، پاور بانکونه او نور وسایل شامل وو.
د پنجشېر والي د زدهکوونکو هڅې ستايلي، هغوی یې په نغدو ډالیو نازولي او د خلاقو ځوانانو د لا ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
ياده دې وي چې واک ته د افغان حکومت له رسېدو راوروسته د پنجشېر د پوهنې بهیر پیاوړی شوی او د دې ولايت مسولين یې د لا پياوړتيا ډاډ ورکوي.
