د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، د دې ولایت په مرکزي روغتون کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د عاجلو ناروغانو لپاره عصري څانګه او د لومړي ځل لپاره ډیجیټل اکسرې خدماتو د پيل کېدو پرانيسته وشوه.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د پرانيستې مراسمو ته ويلي، چې پخوا په دغه ولایت کې سټنډرډ روغتون نه و او ډېری ناروغان د درملنې لپاره کابل او نورو ولایتونو ته تلل، خو اوس به د یاد مرکز له پرانیستو سره د خلکو د درملنې اړتیا په خپله سیمه کې پوره شي.
دغه راز د ياد ولايت د عامې روغتیا رئیس حجت الله ويلي، چې پخوا د پنجشېر ۶۰ سلنه ناروغان نورو سیمو ته تلل؛ خو اوس ان له کابل او ګاونډیو ولایتونو ناروغان د درملنې لپاره پنجشېر ته راځي.
د دغه ولايت ځايي مسولينو همدا راز ډاډ ورکړی، چې د پنجشېر په مرکزي روغتون کې د نړیوال سټنډرډ مطابق وسایل ځای پر ځای شوي او د عاجلو ناروغانو ترڅنګ به د وینې معاینات او ډیجیټلي اکسرې خدمات هم وړیا وړاندې کېږي.