شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان ختيځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنو خلکو سره یې د مرستې لپاره ۲۰ ټنه خوراکي توکي کابل ته لېږدولي دي.دغه وزارت زیاته کړې، چې ياده مرسته یې د ولسمشر ويلادیمیر پوتین په مستقيمه لارښوونه کړې او په نږدې راتلونکي کې به د مرستو بله جوپه هم افغانستان ته ولېږدوي.ياده دې وي، چې تر دې وړاندې د جاپان، قطر، اروپايي ټولنې، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو او بنسټونو مرستې هم افغانستان کابل ته رارسېدلي او په زلزله ځپلو یې د وېش لړۍ پيل شوې.
د جهادي آثارو د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د تاريخي واقعیتونو د لېږد پر ارزښت ټينګار شوی25 اکتوبر 2026
خليفه سراج الدين حقاني له خلکو سره د امنيتي مسؤلينو په نرم چلند او ښه اخلاقو ټينګار کړی24 اکتوبر 2026