د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان ختيځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنو خلکو سره یې د مرستې لپاره ۲۰ ټنه خوراکي توکي کابل ته لېږدولي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې ياده مرسته یې د ولسمشر ويلادیمیر پوتین په مستقيمه لارښوونه کړې او په نږدې راتلونکي کې به د مرستو بله جوپه هم افغانستان ته ولېږدوي.

ياده دې وي، چې تر دې وړاندې د جاپان، قطر، اروپايي ټولنې، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو او بنسټونو مرستې هم افغانستان کابل ته رارسېدلي او په زلزله ځپلو یې د وېش لړۍ پيل شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version