
د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم د انګرېزانو استعماري تګلارې د تعقیب په حال کې دی او د افغانستان پر وړاندې د هماغه پخواني سیاست رول لوبوي.
اچکزي د اېکس په یوه پیغام کې د پاکستان د اوسني رژیم چارواکي ناپوه او نالایق بللي او زیاته کړې یې ده، چې هغوی له افغانستان سره د دوستانه او سالمو اړیکو د جوړولو وړتیا نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځي رژیم او افغان حکومت ترمنځ په استانبول کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل.
د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې اړه په یوه وضاحت کې ویلي وو، چې د ترکیې مذاکرات د پاکستان پوځي رژیم د نههمکارۍ او غیر معقوله غوښتنو له امله بېپایلې شوي.
د دغو مذاکراتو تر ناکامېدو وروسته د پاکستان پوځي رژیم په کور دننه له سختو نیوکو سره مخامخ شوی.

