د پکتیکا ولايت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، چې د ياد ولايت په يحیی خېل ولسوالۍ کې د نرخونو د کنټرول او افغانیو د ترويج کمېسيون له لوري د ولسوالۍ د ولسوال په مشرۍ د بازار جدي څارنه ترسره شوې ده.
د یاد ریاست د رئیس ملا ښادي خان حسين حيدري په وينا، د څارنې په ترڅ کې ۹ د خوراکي او غيرخوراکي توکو هټۍ او يو درملتون د پاکستاني کلدارو د اخيستو او راکړې ورکړې له امله تړل شوي دي.
مسوولین زياتوي چې د افغانیو د ترويج او د نرخونو د کنټرول دا ډول څارنې به دوام ولري.
