ترکي رسنیو د دغه هېواد د ټرانسپورت وزیر عبدالقادر اوغلو له قوله راپور ورکړی، چې د لیبیا د پخواني لوی درستیز محمد الحداد لوېدلې الوتکې تور بکس څېړنه بشپړه شوې ده.
د څېړنې له مخې، الوتکه له پورته کېدو دوه دقیقې وروسته د دویم برښنايي جنراتور له خرابۍ سره مخ شوې، لږ وروسته درېیم جنراتور هم خراب شوی او بیا ټول سیستمونه له کاره لوېدلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې پیلوټانو له کنټرول برجه د بېرته ستنېدو غوښتنه هم کړې وه، خو هغه مهال نور مهلت نه و پاتې.
