‏د ټولګټو وزارت ویلي، چې د سمنګان ولایت د ایبک–روی‌ دواب سړک د اساسي جوړېدو تړون د ۶۴۱ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانیو په ارزښت د یاد وزارت او دوو ساختماني شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

وزارت زیاته کړې، چې یاد سړک د سمنګان ولایت له مرکز، ایبک ښار څخه پیلېږي او د همدې ولایت تر روی ‌دوآب ولسوالۍ پورې غځېږي، چې ټاکل شوې ده د دوو کلونو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې ده، چې د ایبک–روی ‌دوآب سړک د خلکو تګ راتګ اسانه کوي، د ترانسپورټ وخت او لګښت راکموي، سوداګرۍ ته وده ورکوي او د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version