د چین د دولتي شورا د تعرفې کمیسیون، د امریکا پر وارداتو خپلې تعرفې له ۸۴ سلنې ۱۲۵ سلنې ته پورته کړې دي.
چین دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون کې کړی، چې د چینايي توکو پر وارداتو یې تعرفې ۱۵۴ سلنې ته لوړې کړې.
د چین د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا له خوا پر چین د غیرطبیعي تعرفو لګول د نړۍوالو سوداګریزو اصولو او بنسټیزو اقتصادي قوانینو خلاف کار دی او دوی هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.