‏د راپورونو له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي، چې هېواد یې له غزې څخه د فلسطینیانو له اېستلو سره په کلکه مخالف دی او په دې اړه هیڅ یوه طرحه ورته د منلو نه ده.

نوموړي دغه څرګندونې د ترکیې په انتالیا ښار کې د غزې د روانې جګړې په اړه یوې غونډې ته کړې دي.

فیصل بن فرحان غزه کې د روان ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غزې ته یې د بشري مرستو په رسېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې بشري مرستې باید په اوربند پورې ونه تړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version