د چین د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا ویلي، د تایوان د بېلتونغوښتونکو هڅې بېګټې دي او دوی به له ناکامۍ سره مخامخ شي.
یاد وزارت پر «واحد چین» نظریې ټینګار سره ویلي، چې تایوان د چین د خاورې نه جلا کېدونکې برخه ده.
د یادونې وړ ده، چې چین تایوان د خپلې خاورې برخه بولي، خو تایوان بیا په کلکه د چین دا ادعا ردوي.


