راپورونه وایي، د چین یوې پوځي محکمې نن (پنجشنبه) د ويفنګهه او لي شانګفو په نومونو د دغه هېواد دوه پخواني دفاع وزیران، په دوه کاله زندان او اعدام محکوم کړل.
د راپور له مخې، ويفنګهه د بډو اخیستو او لي شانګفو د بډو اخیستو او ورکولو په تور نیول شوي وو.
ویل شوي، یاد چینايي پوځي چارواکي د چین مرکزي پوځي کمیسیون غړي او دولتي سلاکاران هم پاتې شوي وو.
په راپور کې راغلي، چې دواړه به د تل لپاره له سیاسي حقونو محروم وي او شخصي شتمنۍ به یې هم ضبط شي.


