د هېواد بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین په کوربهتوب او منځګړیتوب پاکستاني پلاوي سره ارومچي ښار کې رسمي مذاکرات پای ته رسېدلي.
د یاد وزارت په وینا، مذاکرات په رغنده فضا کې ترسره شوي، چې پکې د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو، او د سیمهییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د چین له کوربهتوب مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه بهیر به د باورجوړونې، دوامدارو اړیکو، تفاهم او همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي.
