په مسکو کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې افغان سفیر مولوي گل حسن حسن د «روسیې-اسلامي نړۍ ستراتیژیک لیدلوري» کلنۍ غونډه کې گډون کړی.
سفارت ویلي، چې د غونډې په څنډه کې افغان سفیر د تاتارستان جمهوریت له رییس رستم مینیخانوف سره کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي او د کازان په فورم کې یې د افغان استازو پر دوامداره گډون ټینگار کړی.
ياده دې وي، چې ټاکل شوې افغانستان سږ کال هم کازان فورم کې ګډون وکړي او د بېلابېلو برخو په تېره سوداګرۍ د پراختيا په موخه ګڼ تړونونه هم لاسليک شي.
