د پاکستان څه باندې ٧٠ کلن ارمان ته د شر او فساد د عاملینو لخوا د شین څراخ ښودل، د شر او فساد جبهې، د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو او د طالبانو د نورو مخالفو ډلو تر منځ د درز لامل او د نن – سبا د ټولنیزو رسنیو ګرم بحث ګرځېدلی دی.
څو ورځې وړاندې د شر و فساد ډلې د رهبرۍ غړي او د مسعود بنسټ مشر حفیظ منصور په یو مرکه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «مونږ ته د افغانستان لپاره ټول ټاکل شوي سرحدونه محترم دي او نړۍوال یې بولو او په دې اړه هیڅ ډول قانوني دعوه او اعتراض نه لرو».
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې د پاکستاني استخباراتو (آی ایس آی) رئیس د تاجکستان له ولسمشر سره ولیدل؛ هندوکشغږ ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ د پاکستاني استخباراتو رئیس د تاجکستان ولسمشر ته اطمنان ورکړی، چې له مقاومت جبهې څخه به د پاکستان د ګټو او افغانستان په ضد ملاتړ وکړي.
دغه معلومات هغه مهال لا مؤثق شول، چې د مقاومت جبهې د علماؤ(!) کمیټې مشر حبیب الرحمن حسام پر خپله ایکس پاڼه ادعا وکړه، چې د جګړې او د پاکستان د تجزیې لپاره به د هند، امریکا، انګلستان او سعودي لخوا نیابتي ډلو ته پیسې ورکول کېږي او د پاکستان تجزیه به د نیابتي ډلو مأموریت وي، مګر پایله به یې معکوسه وي او په سیاسي نقشه کې به د افغانستان په نوم هیڅ څه شتون ونه لري.
د نړۍ په سیاسي نقشه کې د افغانستان د له منځه تللو هیلې، د منصور له مرکې، د آی ایس آی د رئیس له اطمنان او د مقاومت جبهې له اصلي ارمانونو او منشور سره مستقیم تړاو لري، ځکه دا جبهه د افغانستان په نوم جغرافیه نشي زغملای؛ مګر دغه هیلو بیا په بل اړخ کې د مقاومت جبهې په منځ کې درز رامنځته کړی او د دوی په وړاندې یې توند غبرګونونه را پارولي دي.
د قاري عیسی محمدي په نوم کس چې د مقاومت جبهې مهم غړی بلل کېږي، د دغه جبهې د غړیتوب له امله د ایران په هوایي ډګر کې توقیف او د سفر مخنیوی یې وشو، له هغه وروسته نوموړی د مقاومت جبهې په مهمو سیاسي ناستو کې را څرګند شو.
څه موده وړاندې هندوکشغږ د عیسی محمدي او ستار حسیني محرم غږیز کلیپونه خپاره کړل، چې اوس عیسی محمدي د دغه جبهې د ملاتړ له امله تر سخت فشار لاندې دی؛ د حفیظ منصور په مرکه کې د سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې منلو، د پاکستان غلامۍاو همدا راز له سیاسي نقشې څخه د افغانستان د نوم ورکېدلو په اړه د حبیب الله حسام څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.
هغه د مقاومت جبهې پر دغه دریځ کلکه نیوکه کړې او مخالفت یې څرګند کړی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې د پرځېدلي جمهوریت پخوانیو لوړ پوړو چارواکو هم د منصور نظر غندلی او مخالفت یې څرګند کړی دی.
د افغانستان د له منځه تللو هیلې او د هېواد د رسمي سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې د منلو له امله د مقاومت جبهې په منځ کې لا ډېر اختلافات را څرګند شوى او په دې تړاو د دوی له صف څخه ځيني مهم اشخاص هم ورځ په ورځ لار جدا کوي او ترمنځ یې دا شدید اختلاف د هرې ورځې په تېرېدلو سره لا قوي کېږي.