Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ډیورند فرضي کرښه؛ د شر او فساد جبهې یې د رسمي سرحد په توګه مني
    لیکني

    د ډیورند فرضي کرښه؛ د شر او فساد جبهې یې د رسمي سرحد په توګه مني

    صابر افغانصابر افغان8 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان څه باندې ٧٠ کلن ارمان ته د شر او فساد د عاملینو لخوا د شین څراخ ښودل، د شر او فساد جبهې، د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو او د طالبانو د نورو مخالفو ډلو تر منځ د درز لامل او د نن – سبا د ټولنیزو رسنیو ګرم بحث ګرځېدلی دی.

    څو ورځې وړاندې د شر و فساد ډلې د رهبرۍ غړي او د مسعود بنسټ مشر حفیظ منصور په یو مرکه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «مونږ ته د افغانستان لپاره ټول ټاکل شوي سرحدونه محترم دي او نړۍوال یې بولو او په دې اړه هیڅ ډول قانوني دعوه او اعتراض نه لرو».

    دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې د پاکستاني استخباراتو (آی ایس آی) رئیس د تاجکستان له ولسمشر سره ولیدل؛ هندوکش‌غږ ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ د پاکستاني استخباراتو رئیس د تاجکستان ولسمشر ته اطمنان ورکړی، چې له مقاومت جبهې څخه به د پاکستان د ګټو او افغانستان په ضد ملاتړ وکړي.

    دغه معلومات هغه مهال لا مؤثق شول، چې د مقاومت جبهې د علماؤ(!) کمیټې مشر حبیب الرحمن حسام پر خپله ایکس پاڼه ادعا وکړه، چې د جګړې او د پاکستان د تجزیې لپاره به د هند، امریکا، انګلستان او سعودي لخوا نیابتي ډلو ته پیسې ورکول کېږي او د پاکستان تجزیه به د نیابتي ډلو مأموریت وي، مګر پایله به یې معکوسه وي او په سیاسي نقشه کې به د افغانستان په نوم هیڅ څه شتون ونه لري.

    د نړۍ په سیاسي نقشه کې د افغانستان د له منځه تللو هیلې، د منصور له مرکې، د آی ایس آی د رئیس له اطمنان او د مقاومت جبهې له اصلي ارمانونو او منشور سره مستقیم تړاو لري، ځکه دا جبهه د افغانستان په نوم جغرافیه نشي زغملای؛ مګر دغه هیلو بیا په بل اړخ کې د مقاومت جبهې په منځ کې درز رامنځته کړی او د دوی په وړاندې یې توند غبرګونونه را پارولي دي.

    د قاري عیسی محمدي په نوم کس چې د مقاومت جبهې مهم غړی بلل کېږي، د دغه جبهې د غړیتوب له امله د ایران په هوایي ډګر کې توقیف او د سفر مخنیوی یې وشو، له هغه وروسته نوموړی د مقاومت جبهې په مهمو سیاسي ناستو کې را څرګند شو.

    څه موده وړاندې هندوکش‌غږ د عیسی محمدي او ستار حسیني محرم غږیز کلیپونه خپاره کړل، چې اوس عیسی محمدي د دغه جبهې د ملاتړ له امله تر سخت فشار لاندې دی؛ د حفیظ منصور په مرکه کې د سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې منلو، د پاکستان غلامۍاو همدا راز له سیاسي نقشې څخه د افغانستان د نوم ورکېدلو په اړه د حبیب الله حسام څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

    هغه د مقاومت جبهې پر دغه دریځ کلکه نیوکه کړې او مخالفت یې څرګند کړی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې د پرځېدلي جمهوریت پخوانیو لوړ پوړو چارواکو هم د منصور نظر غندلی او مخالفت یې څرګند کړی دی.

    د افغانستان د له منځه تللو هیلې او د هېواد د رسمي سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې د منلو له امله د مقاومت جبهې په منځ کې لا ډېر اختلافات را څرګند شوى او په دې تړاو د دوی له صف څخه ځيني مهم اشخاص هم ورځ په ورځ لار جدا کوي او ترمنځ یې دا شدید اختلاف د هرې ورځې په تېرېدلو سره لا قوي کېږي.

    مخکینۍ مقالهد اسرائيلو ۴۰۱ نظامي لوا له غزې وتلې ده
    راتلونکي مقاله د برتانوي ځواکونو اعتراف: افغانستان کې مو بېګناه‌ نارينه‌ وګړي شهيدانول

    مربوطه لیکنې

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 12 سپتمبر 2026

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    تورخم کې له پاکستانه راوړل کېدونکې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

    11 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    11 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    12 سپتمبر 2026

    تورخم کې له پاکستانه راوړل کېدونکې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

    11 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    11 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.