د افغانستان په معاصر تاریخ کې ملي هویت او ځمکنۍ بشپړتیا تل هغه سرې کرښې پاتې شوې چې پر سر یې هر ډول معامله د ملت له سخت غبرګون سره مخ شوې ده. د تش په نوم وحدت ګوند د مشر او مقاومت خيالي شورا د غړي محمد محقق وروستۍ څرګندونې چې د ډیورنډ فرضي کرښه یې د رسمي پولې په توګه منلې، د هېواد د ملي ګټو له لیدلوري خطرناک انحراف او له تاریخي حقایقو سره ښکاره جفا ده. دا دریځ، چې د منطقي دلایلو پر ځای پر سیاسي چاپلوسۍ ولاړ دی، د افغان حکومت په مخالفینو کې د پاکستان د نفوذ په اړه د اندېښنې وړ پیغامونه لري.

محقق ويلي چې د پاکستان ځواک ته په کتو باید افغانان له خپلو تاریخي دعوو تېر شي. دا څرګندونې له نړیوالو حقوقي موازینو سره په ټکر کې دي. په معاصره ډیپلوماسۍ کې د هېوادونو ترمنځ کرښې یا سرحدونه د ځواک د کچې پر بنسټ نه، بلکې د تاریخي اسنادو، حقوقي معاهدو او د ملتونو د ارادې له مخې تعریفېږي. د کرښو په ټاکلو کې د ځواک او زور منل په حقیقت کې د ځنګل قانون ته د مشروعیت ورکول دي، چې له مخې به یې هر پیاوړی هېواد کولی شي د کمزوري ګاونډي جغرافیه اشغال کړي. دا ډول د تسلیمۍ دریځ د یو تش په نوم سیاسي فعال د خپلواک دریځ د بایللو په معنی هم دی.

له حقوقي پلوه، د یوې خاورې د برخلیک په اړه پرېکړه د هغه چا صلاحیت دی چې د هغې جغرافیې له هویت او مالکیت سره تړلی وي. دلته یو جدي تضاد شتون لري؛ هغې سیاسي کړۍ چې پخپله یې محقق هم برخه دی، کلونه کلونه د «افغان» له ملي هویت څخه انکار کړی او د «زه افغان نه یم» شعار یې د خپل سیاست محور ګرځولی وي، څنګه کولی شي د افغانانو د خاورې او پولو په اړه د پرېکړې حق ولري؟ د ملکیت د اصل له مخې، څوک چې له یو هویت څخه انکار کوي، هغه د هماغه هویت د جغرافیوي حدودو د ټاکلو په اړه د خبرو کولو اخلاقي او قانوني صلاحیت هم نه لري.

د محقق په څېر مخالفینو له خوا لومړی د پاکستاني پوځ د مشر ستاینه او بیا وروسته د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل، د یوې رڼې سیاسي معاملې او چاپلوسۍ بڼه لري. محقق د خپلې سیاسي انزوا د ماتولو او د سیمې د قدرتونو د پام اړولو لپاره، د هېواد په حساسو مسایلو کې پاکستان پلوه دریځ خپل کړی دی. د مخالفینو دا ډول څرګندونې، د پاکستان د استخباراتي او پوځي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي.

د ډیورنډ کرښې موضوع یوه تاریخي، حقوقي او ملي داعیه ده چې حل یې یوازې د افغان ولس په لویه اجماع او مجموعي پرېکړه کې دی. هېڅ فرد، ډله یا ګوند دا حق نه لري چې د خپلو لنډمهاله سیاسي اهدافو او یا پردیو ته د وفادارۍ ثابتولو لپاره، د ټول ملت پر سرنوشت معامله وکړي. د محقق وروستیو څرګندونو وښوده چې مخالفین په څومره کچه له افغانستان سره کرکه لري او د دغه کرکې د پالنې لپاره د افغانستان د دښمنانو لوری نیسي.

د محمد محقق دا ډول غیرمسؤلانه دریځونه د افغان ملت د ارادې ښکارندوی نه دي او د تاریخ په تله کې هیڅ وزن نه لري. د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د هغو کسانو مسؤلیت دی چې په رښتینې معنی ځانونه د دې خاورې وارثان بولي. هغه کسان چې د پردیو جنرالانو د خوشحالولو لپاره پر خپله خاوره سوداګري کوي، باید پوه شي چې د هغوی دا سیاسي چاپلوسي به هیڅکله د ډیورنډ تاریخي حقیقت بدل نه کړي او یوازې به د هغوی خپله سیاسي کارنامه نوره هم توره کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version