Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د ډیپلوماټیک پرمختګ مخنیوی؛ تاوان یې چا ته رسېږي؟
    تورې څېرې

    د ډیپلوماټیک پرمختګ مخنیوی؛ تاوان یې چا ته رسېږي؟

    صابر افغانصابر افغان17 اگست 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په نننۍ نړۍ کې د ډیپلوماټیکو اړیکو او نړۍوالو همکاریو شتون د هر هېواد د اقتصادي ودې، ټولنیز پرمختګ او سیاسي ثبات له مهمو بنسټونو څخه دي.

    هېڅ یو هېواد نه شي کولای ځان له نړۍوالې ټولنې جلا وساتي او بیا د پرمختګ تمه ولري؛ د نړۍ د بریالیو او پرمختللو هېوادونو له اوسني وضعیت دا حقیقت ډیر ښه ثابتیږي.

    افغانستان هم له دې قاعدې مستثنیٰ نه دی. له ګاونډیو او سیمه‌ ییزو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو ټینګول د سوداګرۍ، پانګونې، زیربنایي پروژو او نورو برخو کې ستر فرصتونه برابروي.

    له دې سره، سره د نسکور شوي جمهوریت فراریان، د دې فرصتونو د ملاتړ پر ځای هڅه کوي چې د هرې ممکنې وسیلې په کارولو د دې بهیر مخه ډب کړي. دا هغه افراد او کړۍ دي چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو له ښه کېدو وېره لري او تل د بې‌ باورۍ د فضا رامنځ ته کولو ته کار کوي.

    دغه بدنامې څهرې د بې‌ بنسټه ادعاوو په خپرولو، د خیالي خطرونو په غټولو او آن همکارو هېوادونو ته له افغانستان څخه د بدو نیتونو په ور اړولو سره هڅه کوي نور هېوادونه دې ته اړ کړي چې له افغانستان سره د اړیکو له پراخېدو ډډه وکړي.

    دا ډول کړنې په حقیقت کې د رواني جګړې یوه بڼه ده؛ هڅه کېږي داسې انګېرنه خپره شي چې له افغانستان سره تعامل د مقابل لوري لپاره درانه سیاسي یا اقتصادي لګښتونه لري.

    د دې چلند پایله، له پرمختیايي فرصتونو څخه د افغانستان د خلکو له محرومیت پرته بل څه ندي. ځکه چې ډیپلوماټیکې اړیکې د کورنیو توکو د صادراتو لارې پرانیزي، د کار بازار ته وده ورکوي او آن د امنیتي او سرحدي ستونزو په حل کې مهم رول لوبوي. هغه څه چې ګټې یې په مستقیم ډول د افغانستان له کړېدلي ولس سره تړاو لري، خو دا څهرې بیا هم د دې لپاره خنډونه جوړوي چې ولس له دې ګټو بې‌ برخې پاتې شي.

    کله چې دغه اړیکې په قصدي ډول له منځه یووړل شي یا ودرول شي، هېواد د انزوا په لور ځي، د دې انزوا بیه تر ټولو لومړی عام خلک پرې کوي. برعکس، د بریالیو هېوادونو تجربه ښيي چې له نړۍ سره رغنده تعامل د پرمختګ یوه مهمه کیلي ده. آن هغه هېوادونه چې ژور سیاسي اختلافات لري، خو د خپلو ملي ګټو لپاره اقتصادي او فرهنګي اړیکې ساتي.

    خو د افغانستان په اړه یوه کوچنۍ بهر مېشته ډله مخالفین چې د شل کلن اشغال په موده کې یې خپل ځان ازمویلی، شخصي ګټې او لنډ مهاله سیاسي موخې د ولس له هوساینې غوره ګڼي، د بدګومانۍ او بې‌ باورۍ په خپرولو سره د نړۍوالو همکاریو مخه نیسي.

    دا چاره نه یوازې د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو د ودې مخه نیسي، بلکې په یو ډول د افغانستان ملي تصویر ته په سیمه او نړۍ کې زیان رسوي. په پایله کې د دې تیاره سیاست اصلي زیانمنونکي ولس دی؛ هغه ولس چې کار، بازار، پانګونې او د ښه ژوند فرصتونو ته اړتیا لري.

    د ډیپلوماټیک پرمختګ مخنیوی دا معنی لري چې د دې ملت د راتلونکې دروازې وتړل شي او هغه کسان چې په قصدي ډول دا کار کوي، د ټولو زیانمنونکو پایلو مستقیم مسؤلیت په غاړه لري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهخلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړي
    راتلونکي مقاله جنوبي افریقا کې د داخلي ستونزو د حل په موخه ملي خبرې اترې پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    مقاومت جبهه؛ د قومي تعصب او جاسوسۍ لپاره پوښښ

    12 اگست 2025

    د جنایتکارانو دروغجن سپیناوي؛ سرګردانه پخواني چارواکي د محبوبیت په لټه کې

    11 اگست 2025

    د سیاسي او جاسوسي فعالیتونو لپاره د مخالفینو دروغجن روایت

    10 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 17 اگست 2025

    خبریال او سياسي شنونکی میرویس افغان: پاکستان هڅه کوي د پخوانيو ټوپکیانو او پاکستان پلوه افغانانو په مټ افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار پرانيزي

    ‏نوموړي زياته کړې، چې پاکستان د افغانانو دښمن دی، باید د دښمن چلند ورسره وشي…

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    17 اگست 2025

    امریکا او اسرائیلو ته د ایران خبرداری؛ که د برید تېروتنه وکړئ؛ نو له سختو اقداماتو سره به مخ شئ

    17 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خبریال او سياسي شنونکی میرویس افغان: پاکستان هڅه کوي د پخوانيو ټوپکیانو او پاکستان پلوه افغانانو په مټ افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار پرانيزي

    17 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    17 اگست 2025

    امریکا او اسرائیلو ته د ایران خبرداری؛ که د برید تېروتنه وکړئ؛ نو له سختو اقداماتو سره به مخ شئ

    17 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،944 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،964 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.