Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ژغورنې مجمع، د انشعاب ګواښونه ډېر شوي
    لیکني

    د ژغورنې مجمع، د انشعاب ګواښونه ډېر شوي

    صابر افغانصابر افغان13 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تېر درې کاله په تبعید کې، د میلیونري پروژو د ترلاسه کولو لپاره د خیالي جبهو، ټولیو او حرکتونو جوړېده دومره ډېر شول، چې شمېر یې لسګونه ته ورسېد، خو هر حرکت او خوځښت، د یو بل حرکت له غړو سره تر شخړې او ژورواختلاف رامنځته کېدو وروسته اعلان شوی دی.

    د تېرو څو لسیزو لوبېدلو اجیرانو د نسبي اتحاد او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د “ملي” او “ژغورنې” په دروغجنو شعارونو یوه مجمع، چې په کُل کې د څو خیالي جبهو ټولکه ورته ویلای شو، د رامنځته کېدو او فعالیت پیلولو اعلان وکړ؛ هغه ټولګه چې یوازې پر یوه انلاین ناسته او څو توهین امېزه خبرو له تمرکز پرته نور هیڅ هم نلري.

    شر او فساد ته منسوب، د ټولنیزو رسنیو فعالانو په تېرو څو ورځو کې دغه موضوع خورا ګرمه ساتلې ده، ضد او نقیص تبلیغات او مسایل را سپړل کېږي، خو د ژورو اختلافاتو څپې د ټولنیزو رسنیو تر پاڼو رسېدلي دي او هیڅوک یې د ځواب او دفاع لپاره له ځان سره ځواب نه لري.

    د یادي خیالي ټولګې اوونۍ لا نه وه پوره شوې، چې د هندوکش غږ لخوا د تورن اسماعیل خان او حنیف اتمر تر منځ او اوس بیا د یونس قانوني او حنیف اتمر تر منځ د ژورو اختلافاتو، بې باورۍ او اشاروي نا خوښۍ غږیز پیغامونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

    د دغه مجمع د شریرو عناصرو تر منځ ژور اختلافات دوه لسیزې او له هغه زیاته مخینه لري، دوی د باج ګیریو، غلا، غصب او نورو غیر قانوني کړنو ډک تاریخ او ژوند لیکونه لري، پخوانۍ دښمنۍ او مخالف موققونه اوس هم دوی په دې نه توانمند کوي چې دوی دې پر یوه دسترخوان ور ټول شي.

    د شر او فساد دغه عاملین د واک د ترلاسه کولو مخکې لا په خورا لوړه کچه مخالفتونو کې ښکېل دي؛ که چیرته واک ترلاسه کوي، نو بیا یوه مجمع د لسګونو زور واکانو او قدرت جزیرو په توګه تجزیه کېږي او هر څوک خپلې شخصي ګټې تعقیبوي.

    دې دلایلو ته په کتلو، د بربادۍ دا ډله ییزه مجمع د خپلو اختلافاتو د پړسېدلو او ډېرښت له امله د ناکامۍ او انشعاب درشل ته رسېدلې او تر یوه عنوان لاندې یې د راټولولو هره هڅه ناکامه ده.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلېنکن: له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بايډن پرېکړه سمه وه
    راتلونکي مقاله سرچینې: د جمهوريت پرمهال له بامیانو څخه په زور شړل شوې سلګونه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوي

    مربوطه لیکنې

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    پاکستان او مجازي مقاومت؛ له تشو ادعاوو تر ښکاره ګواښونو

    1 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 دسمبر 2025

    د ترمذ-حیرتان لار تر څلور کلن ځنډ وروسته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

    د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ خونې ویلي، چې د ترمذ-حیرتان سرحدي لار تر څلورو…

    وروستیو سېلابونو اندونیزیا کې ۳.۳ میلونه خلک اغېزمن کړي

    3 دسمبر 2025

    د القاعدې غورځنګ نصرة الاسلام والمسلمین څانګې تېره مياشت ۹۵ بريدونه ترسره کړي دي

    3 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ترمذ-حیرتان لار تر څلور کلن ځنډ وروسته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

    3 دسمبر 2025

    وروستیو سېلابونو اندونیزیا کې ۳.۳ میلونه خلک اغېزمن کړي

    3 دسمبر 2025

    د القاعدې غورځنګ نصرة الاسلام والمسلمین څانګې تېره مياشت ۹۵ بريدونه ترسره کړي دي

    3 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،032 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،084 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.