په تېرو څو ورځو کې له افغانستان څخه بهر د ښځو د وضعیت په اړه د مارچ د اتمې، «د ښځې د ورځې» په مناسبت بېلابېلې غونډې جوړې شوې. ځینې دغه غونډې د بهرنیو بنسټونو او مؤسسو له لورې جوړې شوې وې، خو ځینې نورې بیا د جمهوري نظام د تښتېدلیو سیاستوالو او د سرپرست حکومت د مخالفو ګوندونو او جبهو لخوا جوړې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې دغه غونډو په افغانستان کې د ښځو وضعیت د خپل بحث محور ګرځولی، خو د فلسطین او سوډان په څېر هېوادونو کې مسلمانې ښځې تر ټولو ناوړه شرایطو کې ژوند کوي. له هغه ځایه چې د دغه ډول غونډو اصلي ماهیت د ښځو ملاتړ نه دی، نو له دغو کسانو څخه د زرګونو شهیدو شویو ښځو د دفاع تمه باید ونه لرو.

د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو وروسته، د ښځو موضوع له دغه هېواد څخه بهر یوه له مهمو بحثونو څخه وه؛ داسې چې آن ځینو حکومتونو له دې قضیې څخه د سرپرست حکومت په وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار اخیست او د خپلو نامشروع غوښتنو د تحمیل لپاره یې ترې ګټه پورته کړې ده.

په دې منځ کې، د جمهوري رژیم تښتېدلي او د طالبانو حکومت د مخالفو جبهو بیرغ‌داران هم له دې قافلې څخه وروسته پاتې نه دي او کله ناکله د ښځو د حقونو مسئله د شهرت ترلاسه کولو، مطرح کېدو او د خپلو بادارانو د توجه جلبولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

په داسې حال کې چې د همدغه کسانو د حکومتولۍ پر مهال، افغان ښځو په بد وضعیت کې ژوند کاوه او له ګڼو ننګونو سره لکه اعتیاد، جبري او له کم عمره ودونه، کورني تاوتریخوالي او د میراث او مهر له حق څخه محرومیت سره مخ وې؛ هغه ننګونې چې د وخت د حکومت لخوا یې د له منځه وړلو لپاره هیڅ هڅه نه کېده.

سربېره پر دې، د همدې سیاستوالو په همکارۍ د اشغالګرو ځمکني او هوايي وحشیانه بریدونه، په تېرو شلو کلونو کې پخپله د افغان ښځو د اساسي حقوقو، یعنې د ژوند کولو د حق نقض کول و. په دې موده کې د دې خاورې زرګونه مسلمانې ښځې د اشغالګرو د بریدونو په پایله کې د همدغه څهرو تر تریخ سیوري لاندې شهیدانې، یا ټپیانې او معیوبې شوې.

په رښتیا، که د دغه کسانو مړه ضمیرونه د ښځو د حقونو په نومه څه پېژني، نو په دې ټوله موده کې چېرته وو!؟ ولې یې په هغه شلو کلونو کې چې د واک په رأس کې وو، آن یو ځل هم د ښځو د حقونو د دفاع لپاره خپل غږ اوچت نه کړ او نه یې کومه غونډه یا ناسته جوړه کړه!؟

د دې پوښتنې ځواب ټولو ته څرګند دی! هو، د جمهوري حکومت تښتېدلي هم د خپلو بادارانو په څېر د ښځو د حقوقو له مسئلې څخه تنها د خپلو شخصي ګټو د تأمین لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او په حقیقت کې، نه یوازې ښځو ته، بلکې د ټولنې هیڅ قشر ته هیڅ اهمیت نه ورکوي. دا حقیقت د هغوی شرمناک عمل په څرګنده توګه ثابت کړی دی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version