د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر، ازبکستان ته په سفر کې د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر عزیز تاشپولادویچ سره کتلي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي منیر دې کتنه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې په همغږۍ او پیاوړتیا خبرې کړي او په دې برخه کې یې ازبکستاني لوري ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
وزارت زیاتوي، چې دواړو خواوو د نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې د لا زیاتو خبرو اترو ترڅنګ، په سرحداتو کې د نشهیي توکو د مخنیوي لپاره د یوه تخنیکي ټیم پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، دا تخنیکي ټیم به د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ښې همغږۍ او اغیزمنتیا لپاره کار وکړي.
