‏د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي، د دغې ادارې رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د جاپان د چاپېریال ساتنې وزارت له مرستیال، کنتارو سره لیدلي.

سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لورو په افغانستان کې د چاپېریال د اوسني وضعیت ارزونې تر څنګ، د چاپېریالي نوې ټېکنالوجۍ په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

د یادې ادارې په وینا، د جاپان د چاپېریال وزارت مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې چاپېریالي پروګرامونو کې ونډې اخیستنې ته چمتو دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version