قطر کې د افغانستان سفیر، محمد سهیل شاهین افغانستان لپاره د ایټالیا له سفیرې، سبرینا اوګولیني سره کتلي.

قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، چې دې کتنه کې د افغانستان او ایټالیا پر اړیکو، روغتیایي موضوعاتو او ایټالیا مېشتو افغانانو ته پر قونسلي خدماتو خبرې شوي.

کتنه کې دغه راز افغانستان ته د ایټالیا پر بشري مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version