د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي متقي قطر سره د سرپرست حکومت اړیکې مهمې بللي او ګڼو سیمه‌ییزو او نړیوالو فورمونو کې یې د قطر د ملاتړي رول ستایلی دی.

بلخوا د قطر شارژدافیر مردف القاشوطي د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر وده وبللې او په څو اړخیزو فورمونو کې د افغانستان د بهرنیو اړیکو د لا پراختیا په برخه کې د خپل هېواد د مثبت رول لوبولو په اړه چمتووالی څرګند کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version