
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر نن (پنجشنبه) د کابل–بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي برادر د کابل–بګرام سړک د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو څخه بللی او ویلي یې دي، چې دا سړک کابل ښار له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا سړک د نوي کابل ښار له اساسي ټرانسپورټي زېربناوو څخه دی، چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.
د کابل–بګرام سړک ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۵۰ متره سور لري، چې ۴۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او مالي تمویل یې د افغان حکومت له لوري کېږي.

