د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفيالله احمدزي د کابل د صنعتي سکتور له استازو سره په ګډه ناسته کې ویلي، چې د کابل صنعتي پارک د اضافي بارۍ ستونزې د اساسي حل لپاره یې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت تجهیزات پېرلي او د دې ستونزې د ژر حل لپاره هڅې روانې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړي ویلي شرکت د ټولو شته ظرفیتونو په کارولو هڅه کوي، ترڅو صنعتي پارکونو ته ډاډمنه برېښنا برابره کړي.
په دې ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار ویلي، چې د برېښنا انرژۍ د کمښت د ستونزې د حل لپاره ګڼې پروژې تر کار لاندې دي او د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ کمښت تر ډېره حل او صنعتي سکتور ته به دوامداره برېښنا تأمین شي.
همکار صنعتکارانو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل لپاره د افغانستان برېښنا شرکت دروازې د دوی پر مخ پرانیستې دي.
په دې غونډه کې د صنعتي سکتور لپاره د ډاډمنې برېښنا تأمین، د شته ظرفیتونو د ښه مدیریت او د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی.


