د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې تازه یوه سړه خونه جوړه شوې، چې د ۶۰۰ ټنه کرنیزو محصولاتو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
دغه سړه خونه د یوه کال په موده کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه خصوصي شرکت په پانګونې سره جوړه شوې ده.
د یادې سړې خونې مسوول وايي، چې موخه یې د شمال د کروندګرو او بڼوالو ملاتړ دی.
نوموړی دغه راز له حکومت څخه غواړي، چې د سړې خونې لپاره، د برېښنا د برابرولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د کرنې او مالدارۍ خونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې، د دا ډول سړو خونو جوړول د کرنیزو محصولاتو او تازه میوو د ساتنې لپاره اغېزناک بولي.