له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپږمه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون ترسره او د يو شمېر مهمو موضوعاتو سربېره د هېواد د لرې پرتو سيمو ولسونو ته د خدماتو د رسونې بهير د جدي څارنې په په اړه پکې بحث او پرېکړې وشوې.

خبرپاڼه زياتوي چې د کابينې غونډه کې له اجنډا سره سم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې پیل شويو پراختيايي، تعلیمي او روغتيايي چارو ته جدي پاملرنه وکړي او ټولو محرومو سيمو کې ميشتو هېوادوالو ته له شته امکاناتو په استفاده په عاجله توګه د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

همداراز خبرپاڼه زياتوي چې په دې غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو کارولو د مدیریت طرحې په اړه هم بحث او پرېکړه وشوه چې د اصولي پړاوونو له ترسره کولو وروسته به د تائید او منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه مقام ته وړاندې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version