د افغان حکومت مرستیال ویاند، ملا حمد الله فطرت وایي، تېره ورځ (دوشنبه) د ا.ا د کابینې ۱۴مه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.

د نوموړي په وینا، دې غونډه کې د هیواد په اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پریکړې وشوې.

غونډه کې د پراختیایي بودجې د مصرف راپور تایید او اړوندو اداراتو ته لارښوونه شوې، چې پراختیایي بودجه په پلان شویو پروژو کې پر وخت مصرف او پراختیایي چارې دې په ښه توګه له پلان سره سمې پر مخ یووړل شي.

دغه راز غونډه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث شوی او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې حل لارې وموندل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version