‏د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد له ایران سره په سرحدي نقطه کې د دغه هېواد له یو شمېر مسئولینو سره کتلي.

د ځایي مسئولینو په وینا، دې لیدنه کې د ټرانسپورټي همکاریو د پیاوړتیا، د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د ستونزو پر حل، د تګ راتګ د اسانتیاوو پر زیاتوالي خبرې شوې دي.

چارواکو ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پیاوړتیا کولای شي د سوداګرۍ د ودې او د ټرانسپورټي جریان د چټکتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version