د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت په نوښت د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مختلفو حرفو د تثبیت بهير پیل شوی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو سلاکار ویلي، چې په لومړي ګام کې ۶۰۰ تنه په لسو حرفو کې د تحريري او تقریري ازموینو په پړاوونو کې ګډون کوي، چې په بریالي ډول د بهیر له پای ته رسېدو وروسته به په ملي او نړیواله کچه معتبر سندونه ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې سره به ملي پروژو او د کار بازار ته په معياري او ډاډمنه توګه ماهر او نیمه‌ماهر کارګر ور وپېژندل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version