‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره کتنه کې کړي.

د یاد وزارت د خبر له مخې، ناسته کې راستنو شوو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې شوې دي.

عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو په مننې ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شوو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوې دي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

ورته مهال د کډوالو چارو وزیر ویلي، چې ا.ا د ژمي په راتګ سره راستنو شوو ته د خوراکي توکو سربېره د نقدي مرستې لړۍ پیل کړې.

مولوي عبدالکبیر دغه راز د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د هر ډول همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version