د نیمروز ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، په ورځنیو چارو کې، د بهرنیو اسعارو پر راکړې ورکړې تر بندیز وروسته، په دغه ولایت کې له ایراني تومانو ګټه اخيستنه نږدې صفر شوې ده.
د دوی په وینا تر یونیم کال مخکې په دغه ولایت کې، سترې او کوچنۍ سوداګریزې راکړې ورکړې په ایراني تومانو کېدې او د دغه ولایت ډیری اوسېدونکي له افغانیو سره اشنا نه وو.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي هم وايي په ورځنیو سوداګریزو معاملو کې د ایراني تومان د کارول کېدو له امله تاواني کېدل .
نیمروز له ایران سره پر پوله پروت ولایت دی، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د دغه ولایت په بازارونو کې سترې او کوچنۍ سوداګریزې معاملې په ایراني تومانو کېدې؛ خو له تېرو درې کلونو راهيسې پر بهرنيو اسعارو د کلک بنديز له امله د نيمروز سربېره په نورو ولايتونو کې هم د بهرنيو اسعارو د کارونې مخه نيول شوې.