Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د کلفورنیا لاس انجلس؛ وژونکي او بې ساري اور، مذهبي مرکزونه، تاریخي سیمې او د میلیونرانو کورونه لولپه کړل
    نړۍ

    د کلفورنیا لاس انجلس؛ وژونکي او بې ساري اور، مذهبي مرکزونه، تاریخي سیمې او د میلیونرانو کورونه لولپه کړل

    صابر افغانصابر افغان11 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکا د کلفورنیا ایالت د لاس انجلس په مرکزي سیمه کې اور لګېدنې زرګونه مهمې او قیمتي ودانۍ سوځولي او هغه سیمه یې هم سخته اغېزمنه کړې چېرې چې د هالیووډ د مشهورو شخصیتونو کورونه وو.

    د رسنیو د راپورونو له مخې، د لاس انجلس په یوه څنډه، پیسیفک پیلیسیډز کې د ګڼو پېژندل شویو شخصیتونو کورونه هم د اور له امله ویجاړ شوي دي.
    د اټکل له مخې په دې سیمه کې د یوه کور منځنۍ بیه درې میلیونه ډالره ده.

    په دغه اورلګېدنه کې د «پیلیسيډ چارټر عالي لیسه» په نوم هغه ښوونځی هم زیانمن شوی کوم، چې د ټین وولف، کیري او فریکي فرایډي په څېر فلمونو کې ښودل شوي، دغه ښوونځی په وروستۍ اور لګېدنه کې سخت زیانمن شوی دی. د لاس انجلس یونیفایډ سکول ډسټرکټ په وینا اور د ښوونځي ټولګي، د ټینس لوبغالي او د بیس بال میدانونه ویجاړ کړي.

    له ښوونځیو او روغتونونو ورهاخوا په دغه اور کې د ویل روجرز ایالت تاریخي پارک د هالیووډ د پخواني اداکار ویل روجرز ۳۰۰ جریبه ملکیت هم د اور له امله له منځه تللی دی. د کالیفورنیا ایالت پارکونو د ساتنې ادارې په وینا، په دغه اور کې د ول راجرز زوړ کور هم له اور څخه نه دی ژغورل شوی.

    له دې سربېره په دغه سیمه کې د «ګیټي ویلا» موزیم هم د اور له امله زیانمن شوی، په دغه ځای کې بوټي سوځېدلي، خو د رومي هنر قیمتي ټوټې لا هم خوندي دي، یاد موزیم د ارام سمندر په څنډو کې جوړ شوی.

    د لاس انجلس اورلګېدنې له تاریخي او هنري سیمو سربېره یو شمېر مهم مذهبي مرکزونه په ځانګړي ډول د یهودي مذهب اړوند لرغوني مرکزونه هم زیانمن کړي. چې مهم پکې د «پاساډینا» په نوم یهودي معبد او مرکز و، په دغه مرکز کې چې له شلمې پېړۍ راهیسې رامنځته شوی، ډېری ودانۍ د اور له امله ویجاړې شوې دي.

    د لاس انجلس په دغه بې سارې اورلګېدنې کې د ګڼو شخصیتونو کورونه او مالونه هم زیانمن شوي دي.

    د راپورونو له مخې، د «لاس انجلس لیکرز» د مشر روزونکي «جی جی ریډيک» کور هم ویجاړ شوی دی. امریکایي کامیډین او اداکاره روزي اوډونیل پر ټیک ټاک یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې کور مې ختم شوی.

    د کوک بوک لیکوال او د تلویزیون کوربه «سنډرا لي» په انسټاګرام لیکلي، چې هغه په یوه هوټل کې اوسېږي ځکه چې هغه نور کور نه لري.

    همدا ډول، جیمز ووډز (سي این این) ته ویلي، چې مخکې له دې په اور کې ښکېل شي د سې شنبې په ورځ یې کور پرېښی دی.

    د لاس انجلس د اورلګیدنې په پایله کې اداکاره کیري الیوس، کامیډین جان ریورز، اداکار کیمرون میتیسن او اداکاره ریکي لیک هم خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

    د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ځینو ویډیوګانو کې د انتوني هاپکنز، جان ګوډمین او میلس ټیلر کورونه هم په اور کې لیدل کیږي.

    د امریکا له لاس انجلس څخه خپاره شوي وروستي معلومات ښيی چې، په دغه اورلګېدنه کې تر ۳۷ زره هکتاره ډېره ځمکه سوځېدلې چې په ترڅ کې یې یاده سیمه یوې جنګ‌ځپلې سیمې ته ورته شوې.

    مخکینۍ مقالهد کالدارو او تومانو ټغر ټول دی؛ نيمروز کې له ايراني تومانو ګټه اخيستنه صفر ته راښکته شوې
    راتلونکي مقاله غزه کې د شهید شویو خبریالانو شمېر ۲۰۳ تنو ته ورسېد

    مربوطه لیکنې

    د فرانسې د ۶۰ میلیارد یورو مالیاتي طرحې پر وړاندې اروپايي هېوادونو مخالفت ښودلی

    11 سپتمبر 2026

    د امریکا مرستیال ولسمشر له ایران سره د جګړې د اوږدېدو په اړه ټرمپ ته د امریکايي وسلو د زېرمو د کمېدو خبرداری ورکړی

    11 سپتمبر 2026

    د نيويارک ټايمز تحليل؛ ټرمپ او هګست‌ د امريکا ملي امنيت له خطرناک حالت سره مخ کړی

    10 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 سپتمبر 2026

    د مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه…

    د فرانسې د ۶۰ میلیارد یورو مالیاتي طرحې پر وړاندې اروپايي هېوادونو مخالفت ښودلی

    11 سپتمبر 2026

    عباس عراقچي ویلي، امریکايي ولس دې د اسرائیلو د جګړو بیه نه ورکوي

    11 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

    11 سپتمبر 2026

    د فرانسې د ۶۰ میلیارد یورو مالیاتي طرحې پر وړاندې اروپايي هېوادونو مخالفت ښودلی

    11 سپتمبر 2026

    عباس عراقچي ویلي، امریکايي ولس دې د اسرائیلو د جګړو بیه نه ورکوي

    11 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.