د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري د اووه زونونو له والیانو سره په کتنه کې د کاني پروژو د ښه مدیریت، د کانونو په برخه کې د شته ستونزو د حل او د کانونو له عوایدو څخه د سیمهییزو خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د کاني پروژو د چارو د اغېزمن مدیریت، د پروژو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او د کانونو د امنیت د تأمین په اړه هم بحث شوی دی.
ملا هدایتالله بدري د اوو زونونو والیانو ته ډاډ ورکړی، چې د کانونو له عوایدو څخه د اړوندو سیمو د خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به لازم اقدامات ترسره شي، ترڅو سیمهییز خلک هم د کانونو له عوایدو ګټه واخلي.


