د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ياد وزارت د مالي او اداري مرستیال حسام الدین صابري په مشرۍ د دې وزارت یوه پلاوي د چین په رسمي بلنه د کان کیندنې همکارۍ د ترویج کنفرانس کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر وکړ.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په دې کنفرانس کې د تنظیم کوونکو بنسټونو مشران، د هونان د کانونو د پانګونې او سوداګرۍ بنسټونه، جيولوجيکي اکتشافاتو، د چين د کانونو د لابراتوارونو او کانونو مالي بنسټونه به ګډون وکړي او دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو د منابعو د پالیسي او تخنیکي ګټو په اړه خبرې ترسره کړي.

۱ څرگندون

  1. Pingback: د کانونو وزارت پلاوی د کان کيندنې همکارۍ د ترويج کنفرانس کې د ګډون په موخه چين ته تللی - هندوکش غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version